دلو ۲۳, ۱۳۹۳

د پکتيا په اريوب ځاځيو ولسوالي کې د يوه لوی استنيدي ديوال چارې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې شو

بخت الله ثاقب /پکتيا

جوړ شوی ديوال۳۶۵ متره اوږدوالی او ۳،۵ متره جګوالی لري ، چې د پنځو مياشتو په اوږدو کې د ( TLO) ادارې لخوا د ۷۱ زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت سره د اريوب ځاځیو ولسوالي په پیاوالدين کلي کې جوړ شوی دی .

د پکتيا د کرنې او اوبو لګولو ریس زبيح الله حسن زئ وايي ، چې د جوړ شوي ديوال لپاره ۹۱ زره امريکايي ډالر په پام کې نيول شوي وو خو ۷۱ زره ډالر پرې ولګول شول او پاتې ۲۰ زره امريکايي ډالر به په ياده سيمه کې په نورو پروژو ولګول شي .

د اريوب ځاځيو ولسوالي د پیاوالدين کلي اوسيدونکي وايي ،چې د جوړ شوي ديوال په مرسته به يې نه يوازې کرنيزې ځمکې بلکې کورونه هم د سيلابونو د راوتو څخه خوندي وساتل شي .

د پیاوالدين کلی يوه اوسيدونکي نورالله خرد انلاين ته ويلي ، چې د دوئ په کلي کې پر يو شمیر نورو پروژو هم چارې روانې دي او په بشپړیدو به يې ورته ډيری اسانتياوې رامنځ ته شي

هغه د دولت له کړنو خوښ ښکاري خو وايي ، چې د پلونو ، پولچکونو ، استيندي ديوالونو ، ژرندو او د اوبو رسولو پروګرام ته يې کليوال زياته اړتيا لري اوپه وينا يې دولت يې بايد په دې برخه کې لاس نيوی وکړي .

په تيرو څو کالو کې د پکتیا په مرکز او ولسواليو کې د بيارغونې زيات کارونه ترسره شوي خو لا هم د لرو پرتو سيمو اوسيدونکي د زياتو پروژ د پلي کولو غوښتنه کوي .

بل خوا ته چارواکي ژمنه کوي ، چې په لرو پرتو سيمو کې به يو شمیر ګټورې پروژې د خلکو د غوښتنو او اړتياوو ته په کتو سره پلي شي .

Please rate this

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *